د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د حکم د تطبیق، او همدارنګه د ریاست‌الوزراء د قدر وړ مقام له لوري د برېښنایي اداینو د پراختیا د منظور شوې عمومي ستراتیژۍ د پلي کولو اړوند موضوعات بحث شول.

په دې غونډه کې د برېښنایي اداینو د پراختیا د عمومي ستراتیژۍ په برخه کې د اړوندو اداراتو پر مسئولیتونو، او د برېښنایي مؤسسو د رول په اړه خبرې اترې وشوې. همدارنګه په یاده غونډه کې په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولولو، د دې عوایدو د را ټولولو پر څرنګوالي، له نغدي معاملاتو څخه الکترونیکي معاملاتو ته د اوښتلو، په دې برخه کې د فرصتونو، خنډونو او حل‌لارو په هکله بحثونه تر سره شول.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د افغانستان بانک په هلو ځلو سره مونږ و توانیدو چې د ریاست الورزاء د قدر وړ مقام څخه د برېښنایي اداینو د پراختیا د عمومي ستراتیژۍ منظوري تر لاسه کړو، چې دا به له یوې خوا د مالي نظام د عصري کولو، شفافیت، حساب ورکولو زمینه برابره کړي او له بلې خوا د هېواد په لرې پرتو سیمو کې چېرته چې بانکي څانګې نشته د خلکو لپاره د چټکو او عصري مالي خدمتونو وړاندې کولو ته لاره هواره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ستراتیژۍ تطبیق یوازې د یوې ادارې کار نه دی، بلکې دا یو ملي مسئولیت دی، تر څو ټولې اړوندې ادارې او بنسټونه په ځانګړې توګه د برېښنایي پیسو او اداینو مؤسسې په دې برخه کې اړین رول ولوبوي او دا مؤسسې په بازار کې خپل حضور څرګند او درنو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي خالد د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې ډیجیټل کول به افغانستان د پرمختللي، متمدن او له مالي پلوه پر یو باثباته هېواد بدل او د نړیوالو اقتصادونو سره به یې سیال کړي.

په دې غونډه کې د برېښنایي پیسو او اداینو د ټولنې استازو‌ د یادې ستراتیژۍ جوړول او منظوري لویه لاسته راوړنه یاده کړه او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک هڅې او د افغانستان اسلامي امارت ژمنتیا وستایله. د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسساتو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له اړخ سره شریک کړل، چې د افغانستان بانک په اړوندو برخو کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې د یادې ستراتیژۍ پر بنسټ د عمل پلان چمتو شوی، چې ډېر ژر به د اړوندو ادارو او د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسساتو سره په همغږۍ مؤثر او عملي ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان، د برېښنايي اداینو د پراختیا عمومي ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې د عامه پوهاوي پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اړوند مؤسسات باید له خپله اړخه په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرمونه پلي کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې درانه هېوادوال مالي خدمتونو ته آسانه لاسرسی ولري او په دې وسیله له رسمي مالي او بانکي خدمتونو برخمن شي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

بازگشت به خبر