د افغانستان بانک او د تدارکاتو ملي ادارې ترمنځ د معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۴ - ۱۴:۳۹
DAB5

کابل، 1397 د مرغومی 4- د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز او د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د تدارکاتو ملي ادارې تر منځ د معلوماتو د ادلون بدلون د همکارۍ هوکړه لیک لاسیک کړ.

د افغانستان بانک لوي رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د دي هوکړه لیک د لاسلیک کولو موخه د معلوماتو ادلون بدلون، د اطلاعاتو شریک کول، دپیسو وینځلو او د جرایمو څخه د تر لاسه شویو عوایدو مخنیوي دي.

ښاغلي صدیق زیاته یي کړه چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو  د اداري فساد او د هغو تهدیداتو سره چې د هېواد د پرمختک د خنډ لاره کرځي  په کلکه سره مبارزه وکړي څو د رڼې مالي معاملاتو لپاره زمینه برابره شي.

ورپسي د افغانستان د تدارکاتو د ملي ادارې رئیس ښاغلي الهام عمر وویل چې د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې هڅه کوې څو د تدارکات په بهیر کې روڼتیا رامنځ ته شي او د هغو شرکتونو چې غواړي د خپلو پیسو د سپینولو په موخه د قراردادنو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، مخنیوي وشي.

 د یادونې وړ ده چې په دي پروګرام کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي، د افغانستان بانک د مالي معاملاتو د راپورونو د څیړنې مرکز آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي، د افغانستان د بېلا بېلو آمریتونو آمرین او د تدارکاتو د ملي ادارې د رئیس ورسره پلاوې هم کډون کړې وو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر