په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۵:۴۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره غونډه

۱۴۰۰ د کب ۴ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره ولیدل او پر بېلابېلو مالي او بانکي موضوعګانو یې ورسره بحث وکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو له استازې څخه مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي. نوموړي همدارنګه هیله وښوده چې د افغانستان له خلکو سره به د ملګرو ملتونو په مرستو کې لا زیاتوالی رامنځته شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې آغلې دیبورا لاینز هم پر بېلابېلو مالي، بانکي او اقتصادي برخو خبرې وکړې او د مرستو په برخه کې یې د بانکي سکتور رول د ارزښت وړ یاد کړ. نوموړې یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو په تېرو شپږو میاشتو کې د ۲ میلیارد امریکایي ډالرو په کچه مرستې تر سره کړې دي او د مرستو دا لړۍ به دوام پیدا کړي.

د آغلې دیبورا لاینز په خبره دوی هڅه کوي چې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان د بانکي سکتور د فعالېدو په اړه خبرې وکړي، څو له دې لارې په آسانه ډول خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

باید یادونه وشي چې په دې غونډه د یادو موضوعګانو تر څنګ پر یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعګانو باندې هم د غونډې د ګډونوالو تر منځ بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس او د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د مل پلاوي سربېره د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد او د افغانستان بانک د یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

بازگشت به خبر