د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۶:۳۲
ګرانو هېوادوالو!

ګرانو هېوادوالو!

د لسو او شلو مندرسو افغاني بانکنوټونو د بدلولو مخکنۍ خبرتیا په تعقیب، لاندې ذکر شوو دریو موضوعاتو ته یو ځل بیا ستاسې پام راګرځوو چې مونږ ورسره د بانکنوټونو د بدلولو په پروسه کې مخ شوي یو.

۱-  یو شمېر هېوادوال بانکونو ته د بدلولو لپاره داسې بانکنوټونه راوړي چې د طبیعي پېښو په پایله کې سوزېدلي وي، حال دا چې هغه بانکنوټونه چې اور یې اخیستی وي او یا سوزېدلي وي په دې پروسه کې نه شامليږي او د نورو قانوني پړاوونو څخه تېریږي. بانکونه دې په دې برخه کې د بانکنوټونو د بدلولو له کړنلارې سره سم اجراات وکړي او خلکو ته دې لارښوونه وکړي.

۲-  زموږ يو شمېر هېوادوال په قصدي توګه د چلښت وړ هغه بانکنوټونه چې له ځانه سره یې   لري د نويو بانکنوټونو د ترلاسه کولو لپاره څیروي او د مندرسو بانکنوټونو په شرایطو یې برابروي، له ملي پیسو سره د دوی دا ډول چلند  د قانون خلاف عمل دی. نو له درنو هېوادوالو څخه غوښتل کېږي چې له دې عمل څخه لاس واخلي او بانکونه اړ دي چې مندرس بانکنوټونه له بدلولو څخه مخکې تشخیص کړي او که پدې اړه کوم شواهد تر لاسه کوي ژر تر ژره دې له کشفي او امنیتي ادارو سره موضوع شریکه کړي.

۳-  په دې برخه کې یو شمېر کسان غواړي د پيسو د تعویض له پروسې څخه ناوړه ګټه واخلي او بانکنوټونه په پولي توپیر سره بدل کړي چې دا له شرعي پلوه سود او قطعاً حرام عمل دی.

موضوع بانکونو، صرافیو او درنو هېوادوالو ته یو ځل بیا رسول کېږي، تر څو د پورته ټکو په پام کې نیولو سره د بانکنوټونو د بدلولو په برخه کې له پخوانۍ خبرتیا سره سم عمل وکړي او په دې ملي پروسه کې د افغانستان بانک سره همکاري وکړي. بايد يادونه وشي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي او مجازات به شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

۱۴۴۷ محرم الحرام ۲ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره ولیدل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته