د افغانستان بانک د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استاذانو سره غونډه ترسره کړه

کابل، ۱۳۹۸ د تلې ۳ مه نېټه ـ د افغانستان بانک د هېواد د بانکي او مالي نظام د څارنې د څرنګوالي په اړه د اکاډمیکې ټولنې له څو تنه استاذانو سره غونډه ترسره کړه.
د دې غونډې د جوړیدو موخه د بانکي او مالي سکتور د څارنې د څرنګوالي او د نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وه.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرسیتال ښاغلي واحدالله نوشېر د دې غونډې د پرانستې پر مهال د بانکي او مالي نظام د څارنې د څرنګوالي لپاره د افغانستان بانک د پروګرامونو په اړه د څرګندونو ترڅنګ په دې غونډه کې له ګډون کوونکو استاذانو څخه وغوښتل څو د خپلو تجربو او علمي پوهې په شریکولو سره د هر اړخیزه، کارنده، اغیزناکه او د افغانستان د غوښتنو او شرایطو په پام کې نیولو سره د پالیسيو په طرحه کولو کې د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.
د غونډې په دوام کې د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت آمر ښاغلي سلیم صلاح له څارنیزو قوانینو، مقررو او لارښودونو سره سم د بانکونو د څارنې څرنګوالي ته د اشارې ترڅنګ په څارنیزو قوانینو، مقرراتو، کړنلارو او لارو رڼا واچوله او په دې برخه کې یې ذیدخله اړخونه روښانه کړل.
ورپسې د اکاډمیکې ټولنې ښاغلو استاذانو د موضوع په اړه د افغانستان بانک له چارواکو سره د خپلو ګټورو نظرونو د شریکولو ترڅنګ بحث او نظرونه تبادله کړل.
باید یادونه وشي چې په دې پروګرام کې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر او د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي سربېره د کابل پوهنتون استاذانو هر یو ښاغلي سیف الدین سیحون او محمد رضا فرزام، د کاردان پوهنتون استاذانو قیس محمدي او جوهر مسعودي، د کاتب پوهنتون استاذانو ډاکټر حسن روحاني او احمد محمدي، د باختر پوهنتون استاذانو نادر شاه نادر او حمیدالله شیرزي، د رڼا پوهنتون استاذانو محمد نبي او سمیع الله نعیمي او د افغانستان بانک د اړوندو شعبو یو شمېر آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.