د افغانستان بانک د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استاذانو سره غونډه ترسره کړه

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۱:۴۵
د افغانستان بانک د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استاذانو سره غونډه ترسره کړه

کابل، ۱۳۹۸ د تلې ۳ مه نېټه ـ د افغانستان بانک د هېواد د بانکي او مالي نظام د څارنې د څرنګوالي په اړه د اکاډمیکې ټولنې له څو تنه استاذانو سره غونډه ترسره کړه.

د دې غونډې د جوړیدو موخه د بانکي او مالي سکتور د څارنې د څرنګوالي او د نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وه.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرسیتال ښاغلي واحدالله نوشېر د دې غونډې د پرانستې پر مهال د بانکي او مالي نظام د څارنې د څرنګوالي لپاره د افغانستان بانک د پروګرامونو په اړه د څرګندونو ترڅنګ په دې غونډه کې له ګډون کوونکو استاذانو څخه وغوښتل څو د خپلو تجربو او علمي پوهې په شریکولو سره د هر اړخیزه، کارنده، اغیزناکه او د افغانستان د غوښتنو او شرایطو په پام کې نیولو سره د پالیسيو په طرحه کولو کې د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.

د غونډې په دوام کې د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت آمر ښاغلي سلیم صلاح له څارنیزو قوانینو، مقررو او لارښودونو سره سم د بانکونو د څارنې څرنګوالي ته د اشارې ترڅنګ په څارنیزو قوانینو، مقرراتو، کړنلارو او لارو رڼا واچوله او په دې برخه کې یې ذیدخله اړخونه روښانه کړل.

ورپسې د اکاډمیکې ټولنې ښاغلو استا‌‌ذانو د موضوع په اړه د افغانستان بانک له چارواکو سره د خپلو ګټورو نظرونو د شریکولو ترڅنګ بحث او نظرونه تبادله کړل.

باید یادونه وشي چې په دې پروګرام کې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر او د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي سربېره د کابل پوهنتون استاذانو هر یو ښاغلي سیف الدین سیحون او محمد رضا فرزام،  د کاردان پوهنتون استاذانو قیس محمدي او جوهر مسعودي، د کاتب پوهنتون استاذانو ډاکټر حسن روحاني او احمد محمدي، د باختر پوهنتون استاذانو نادر شاه نادر او حمیدالله شیرزي، د رڼا پوهنتون استاذانو محمد نبي او سمیع الله نعیمي او د افغانستان بانک د اړوندو شعبو یو شمېر آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.  

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر