د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو له آمرینو سره معلوماتي غونډه

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۳:۴۸
د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو له آمرینو سره معلوماتي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۳۰ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو له آمرینو سره د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) د درې کلن پروګرام د بریالیتوب په اړه معلوماتي غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر دا بریالیتوب د افغانستان بانک لپاره یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او د دې لاسته راوړنې مبارکي یې د دې بانک ټولو آمریتونو ته وړاندې کړه.

ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د پیسو د نړیوال صندوق د دې پروګرام په اړه خبرې وکړې، نوموړي ددې پروګرام بریالیتوب د افغانستان بانک د ټولو کارکوونکو لاسته راوړنه او ګډه موخه یاده کړه او په دې برخه کې یې د دوی له همکارۍ مننه وکړه.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو آمرینو د پیسو د نړیوال صندوق د یاد درې کلن پروګرام په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او په دې اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

دا باید زیاته شي چې په دې اړه به لا زیات معلومات د د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د رسنیو سره شریک کړل شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته