د افغانستان بانک سرپرست رئیس د قطر سفارت له مستشار سره ولیدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۷:۲
د افغانستان بانک سرپرست رئیس د قطر سفارت له مستشار سره ولیدل

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار ښاغلي مردف القاشوطي او مل پلاوي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د قطر هېواد له همکاریو مننه وکړه او یاد هېواد یې د افغانستان ښه دوست یاد کړ، نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک له ټولو نړیوالو هېوادونو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.

په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ډیجیټلایزیشن یا برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا، ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

باید وویل شي چې په یاده لیدنه کې د قطر هېواد د سفارت مستشار ښاغلي مردف القاشوطي د افغانستان بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دې بانک سره د اړیکو پراختیا یې د ارزښت وړ یاده کړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته