په کابل پوهنتون کې د وروستۍ خونړۍ تروریستي پېښې په اړه د قرآن عظیم الشان ختم او د دعا مراسم

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۱:۵۴
په کابل پوهنتون کې د وروستۍ خونړۍ تروریستي پېښې په اړه د قرآن عظیم الشان ختم او د دعا مراسم

کابل، د ۱۳۹۹ د لړم ۱۳ مه – په د افغانستان بانک کې د کابل پوهنتون د وروستۍ خونړۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا او قرآن عظیم الشان د ختم مراسم تر سره شول.

د قرآن کریم د ختم د مراسمو په ترڅ کې ګډونوالو د یادې وروستۍ تروریستي خونړۍ پېښې د شهیدانو روح ته او د دې پېښې د ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا او همدارنګه په هېواد کې سراسري سولې او ټيکاو د رامنځته کولو لپاره  دعا وکړه او د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې د لوی خدای ج له درباره د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته