په کابل پوهنتون کې د وروستۍ خونړۍ تروریستي پېښې په اړه د قرآن عظیم الشان ختم او د دعا مراسم

کابل، د ۱۳۹۹ د لړم ۱۳ مه – په د افغانستان بانک کې د کابل پوهنتون د وروستۍ خونړۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا او قرآن عظیم الشان د ختم مراسم تر سره شول.
د قرآن کریم د ختم د مراسمو په ترڅ کې ګډونوالو د یادې وروستۍ تروریستي خونړۍ پېښې د شهیدانو روح ته او د دې پېښې د ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا او همدارنګه په هېواد کې سراسري سولې او ټيکاو د رامنځته کولو لپاره دعا وکړه او د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې د لوی خدای ج له درباره د جمیل صبر غوښتنه وکړه.