د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رییس د شهزاده سرای صرافانو ټولنې له غړو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۶:۴
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رییس د شهزاده سرای صرافانو ټولنې له غړو سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د ربیع الثاني ۱۷- د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رییس، ښاغلي هدایت الله بدري د شهزاده سرای صرافانو ټولنې له غړو سره لېدنه وکړه او د صرافانو د ستونزو او ننګونو په اړه یې له هغوی سره بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هدایت الله بدري د دې غونډې پر مهال وویل چې د افغانستان بانک به د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د کړنو میکانیزه کولو لپاره له هیڅ ډول هڅو درېغ ونکړي او د اړوندو قوانینو او مقررو په رڼا کې به د صرافانو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي. ښاغلي بدري وویل چې یو شمېر ناوړه استفاده کوونکي او مغرض خلک د پخوانیو او نویو ډالرو (سپینو او شنو) ترمنځ د ارزښت توپیر رامنځته کوي چې یوه ناسمه کړنه ده. د افغانستان بانک په دې برخه کې بانکونو او صرافانو ته جلا متحدالمالونه لېږلي او په جدي توګه ترې غوښتنه کوي تر څو پر بنسټ یې اجراآت وشي، چې پرته له دې به له ناوړه استفاده کوونکو اشخاصو سره قانوني چلند وشي او عدلي او قضایي مراجعو ته به وسپارل شي.

د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو له ټولنې وغوښتل څو د افغانستان بانک ته د هغو خلکو په ورپېژندلو کې همکاري وکړي، چې د بانکي او مالي قوانینو او مقررو خلاف غیر مجازې کړنې ترسره کوي.

ورپسې د ریاست د دفتر لوی آمر، ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي څو په هېواد کې د صرافۍ شرکتونو کړنې د قانون سره سمې ترسره شي، ځکه د صرافۍ او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه د افغانستان د مالي او پولي نظام د پرمختګ زمینه برابروي او د افغانستان بانک هم د دوی د ټولو قانوني کړنو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه چې بې جوازه صرافانو او لاسي پلورونکو سره به د افغانستان بانک د اصولو سره سم چلند وشي.

په پای کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنې رییس، حاجي بهرام خان د صرافانو د ستونزو او ننګونو له مطرح کولو وروسته، د صرافۍ او پولې خدمتونو شرکتونو ته د چمتو شوو آسانتیاوو په برخه کې له د افغانستان بانک څخه د مننې ترڅنګ، د صرافانو په استازولۍ ژمنه وکړه چې نافذه قوانینو او مقررو ته په پام سره به د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې فعالیت کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته