تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په ټول هېواد کې خپلې اداینې د موبایل له لارې تر سره کړئ

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۰:۳۰
تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په ټول هېواد کې خپلې اداینې د موبایل له لارې تر سره کړئ

د ۱۳۹۹ کال د کب ۴ مه – د افغانستان بانک په دې وروستیو کې د اداینو د برېښناییي کولو او د بانکونو  ترمنځ له سیستم سره د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د سیستمونو نښلولو په برخه کې داسې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي چې په تېرو لسو کلونو کې ساری نه لري.

اوس مهال د کوچنیو او لویو اداینو د برېښنایي کولو ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.ټول دولتي او خصوصي بانکونه، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو سیستمونه او همدارنګه څلور زره بازارونه او هټۍ له دېسیستم سره نښلول شوي دي.

په نږدې راتلونکي کې به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشونواداینه هم له همدې لارې تر سره شي.

د دې پروسې په پلي کېدو سره به په نغدو پیسو راکړه او ورکړه کمه شي، د عوایدو راټولېدنه به په برېښنایي توګه تر سره شي او د اداري فساد په مخنیوي او د یو عصري، سالم او شفافه مالي نظام په رامنځته کولو کې به د پام وړ مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په هېواد کې ټول مخابراتي شرکتونه له دې سیستم سره ونښلول شي او له دې سره به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ټول هېوادوالوکولای شي چې د ګرځنده موبایل له لارې خپلې اداینې او د پېر او پلور چارې په آسانه، شفافه او بېړني ډول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته