د اسعارو د لیلام د څرنګوالي په اړه د صرافانو لپاره ښوونیزه غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۵:۲۲
د اسعارو د لیلام د څرنګوالي په اړه د صرافانو لپاره ښوونیزه غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۶ مه – د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې د کابل ښار ۷۰ تنه صرافانو ته چې د اسعارو د لیلام په پروسه کې ګډون کوي، د معاملو د ترسره کولو په وخت کې د قانون او مقررو په رڼا کې د لازمو اسنادو اخیستلو او همدا شان د معاملو د څارنې په اړه ښوونیزه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې له غیربانکي مؤسسو څخه د څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات د اړوندې موضوع په اړه له صرافانو سره معلومات شریک کړل.

نوموړي یادونه وکړه چې پر صرافیو او نورو مالي ادارو باندې د افغانستان بانک د څارنې موخه د روڼتیا رامنځته کول او په دې برخه کې د خطرونو را کمول دي.

ورپسې له غیربانکي مؤسسو څخه د څارنې د لوی آمریت له پولي خدمتونو او صرافیو څخه د څارنې مدیر ښاغلي شاپور میاخېل د دې آمریت له لوري د څارنې پر څرنګوالي، د اسعارو د لیلام او په دې برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه صرافانو ته معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې ګډونوالو صرافانو هم په دې اړه خپلې پوښتنې، وړانديزونه او نظرونه د دې آمریت له کارکوونکو سره شریک کړل او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته