د افغانستان بانک ته د پیسو د نړیوال صندوق د اجرائیوي پلاوي د مدیر لیک
۱۳۹۸ د چنګاښ ۱۲مه ـ د افغانستان بانک ته د پیسو د نړیوال صندوق د اجرائیوي پلاوي د مدیر لخوا لیک استول شوی چې پښتو ژباړه یې لاندې وړاندې کېږي:
ښاغلی خلیل صدیق،
ډېر خواشینی شوم چې د افغانستان بانک څخه ستاسو د استعفا په اړه خبر شوم. مونږ به هیڅ کله د اقتصادي او پولي سیاستونو په اړه ستاسو غوره لیدلوري او نظرونه چې د افغانستان بانک سره یې د پیسو د نړیوال صندوق اړیکې ډېرې پیاوړي کړي دي، هیر نه کړو. د مرکزي بانک د پرمختللي کولو، د ظرفیت لوړولو او د بانکي مقررو د عملي کولو په برخو کې ستاسو زیار او هوډ تثبیت او د ستاینې وړ دی. زه ډاډه یم چې ستاسو کړنې به د همکارانو لپاره مو الهام بخښوونکی وي او هغوی به ستاسو هڅې تعقیب کړي.
ستاسو تر مشرۍ لاندې، د افغانستان بانک د بریالي اصلاحاتو د عملي کېدو، د تخنیکي ظرفیت جوړونې بی ساری پرمختګ، او د افغانستان د اقتصادي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ستاسو هلو ځلو ښه لاسته راوړنې درلودلي.
ستاسو د ارزښتناکې ونډې اخیستنې څخه ډېره مننه کوم او باور لرم چې ستاسو کړنې به دوام ومومي. د ژوند په راتلونکي چارو کې ستاسو بریاوې غواړم.
په درنښت،
جعفر مجرد
د اجرائیوي پلاوي مدیر
