د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۱۱:۱۲
د افغانستان بانک خبرتیا

د سیالۍ د پیاوړي کولو او د لازیاتو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د ګډون لپاره خبر ورکول کېږي چې د افغانستان بانک د اسعارو د لیلام په پروسه کې د عالي شورا د ۱۳۹۸/۱۲/۲۶ نیټې د ۸۵ ګڼې تصویب سره سم د بهرنیو اسعارو د لیلام په مقررې او اړوندو کړنلارو کې بدلونونه راوستي دي:

۱. د تضمین حساب لږ تر لږه نغدي پیسې د ۱۵۰۰۰۰۰ (یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ) څخه ۵۰۰۰۰۰ (پنځه سوه زره افغانۍ) ته راکم شوی دی.

۲. د هر ګډون کوونکي لپاره د پېرلو تقاضا لږ تر لږه مبلغ د ۱۰۰۰۰۰ (سل زره) امریکايي ډالرو څخه ۲۰۰۰۰ (شل زره) امریکايي ډالرو ته راټیټ شوی دی.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته