د افغانستان بانک سرپرست رئیس د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره ولیدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۷:۴۵
سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک، با روسای بانک‌های تجارتی دیدار کرد

۱۴۴۶ محرم الحرام ۹ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره ولیدل او د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو یې ورسره خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې چې د افغانستان بانک په مرکزی دفتر کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د زمینې پر برابرولو، مالي او بانکي ثبات، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، پر بانکي سکتور د اغېزناکې څارنې، د مالي خدمتونو د پراختیا، بهر ته د پیسو د لېږد را لېږد، د اسلامي مالي تمویلاتو او د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره د مناسب بستر په رامنځته کولو، صعب الحصول پورونو په تر لاسه کولو، ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي نور احمد آغا د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو وغوښتل چې د درنو هېوادوالو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي، ترڅو درانه هېوادوال وکولای شي په نړیوالو معیارونو له برابرو بانکي خدمتونو برخمن شي.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو رئیسانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره شریک کړل، ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د سوداګریزو بانکونو استازو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت، د بانکي څارنې د لوی آمریت مرستیالانو او د سوداګریزو بانکونو رئیسانو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته