د افغانستان بانک په پلازمینه کابل کې افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۱۵:۳۰
د افغانستان بانک په پلازمینه کابل کې افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول

د ۱۳۹۸ کال د وری ۱۴ مه - د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پربنسټ یو میلیاردو ۷۸۵ میلیونه ۷ سوه زره له کاره لوېدلې زړې افغانۍ  بانکنوټونه د سوځولو د ځانګړي پلاوي پر وړاندې په کابل کې وسوځول.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د پیسو د سوځولو پرمهال وویل چې په افغانستان کې له پیسو څخه د سمې ساتنې کلتور باید دود شي، پیسې باید په بکسي جیبونو کې وساتل شي او بانکدارۍ سیستم باید پیاوړی شي چې نغدي معاملو حجم کم شي، څو د پیسو له ژر زړیدو او له کاره لویدو څخه مخنیوی ترسره شي.

 ښاغلي رحیمي زیاته کړه که څه هم افغانۍ بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي، خو په ورځنیو چارو کې له دې پیسو څخه د خلکو  د ناسمې ساتنې او ناوړه کارولو له امله ژر زړیږي او د بیاځلي چاپ لپاره یې لګښت ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې زړو سوځول شويو بانکنوټونو زریز، پینځه سویز، سلیز، پنځوسیز، شلیز، لسیز، پېنځه ایز، دوه ایز او یو ایز ډولونه لرل چې د مشرانو جرګې، د عدلیې وزارت، مالیي وزارت او امنیتي ارګانونو د استازو په ګډون او د افغانستان بانک د بېلا بېلو  برخو د پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته