د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۹:۲۰
د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره غونډه

۱۴۰۰ د تلې ۱۸ مه - د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره د عوایدو د را ټولولو په برخه کې د بانکي آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی، ترڅو د سوداګریزو بانکونو له لارې د افغانستان برېښنا شرکت د پېردونکو لپاره غوره بانکي خدمتونه برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په ټولو برخو کې د غوره بانکي چوپړتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی، څو خلک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بانکي نظام له خدمتونو برخمن شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۶:۳۴
Background image

د هېواد د بانکي سکتور په تړاو د افغانستان بانک خبرتیا

څرنګه چې ګران هېوادوال په جریان کې دي، سوداګریز بانکونه په ټولیزه توګه فعال او د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي او د نقدینه ګۍ د وضعیت د ښه والي پر بنسټ انفرادي مشتریانو ته د نغدو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۶:۳۰
Background image

د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۱۶ مه– د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانۍ د ارزښت ساتنې، د افغانستان بانک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۳:۳۸
Background image

د افغانۍ د ثبات په اړه د افغانستان بانک هڅې

د افغانستان بانک د مبادلې د نرخ له متحول مدیریت شوي رژیم څخه ګټه اخلي، چې په دې ډول رژیم کې د مبادلې په نرخ کې د نوسانونو رامنځته کېدل یو حتمي امر دی، لکه څرنګه چې د سیمې یو شمېر. . .

بېرته خبرونه ته