د امریکا د مالیې وزارت په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیا لپاره شلمه شمېره جواز صادر کړ

۱۴۰۰ د کب ۷ مه - د افغانستان بانک د امریکا د مالیې وزارت د هغې جواز صادرول چې له افغانستان سره د سوداګریزو او مالي معاملو د پراختیا په موخه یې صادر کړی دی ستاینه او هر کلی کوي.
دا جواز په هیواد کې پراخو سوداګریزو فعالیتونو ته آسانتیاوې برابروي چې له مخې یې افغانستان کولای شي له ټولو نړیوالو هیوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې ولري او ټول خصوصي بانکونه خپلو فعالیتونو ته له نړیوالو بانکونو سره د پخوا په څېر دوام ورکولای شي او له دې سره پر ټولو حکومتي ادارو خصوصي بانکونو هر ډول بندیزونه ليرې شوي دي.
دا جواز د هغو خصوصي شرکتونو او موسسو فعالیتونو ته چې د افغانستان له دولتي ادارو سره کارکوي، دګمرک محصول، مالیه او نورو لګښتونو کې آسانتیاوې برابروي. په دې جواز کې واضحه شوې ده چې مالي ادارې، ملي او نړیوالې موسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه په بېلابېلو برخو کې معاملې او مالي فعالیتونه له افغانستان سره ترسره کولای شي.
په دغو معاملو او مالي فعالیتونو کې دولتي، خصوصي او سوداګریزه بانکوالي، د زیربناوو پراختیا او ساتنه، سوداګریزه راکړه ورکړه، د ترانسپورتي سیستمونو د خوندیتوب او حفظ او مراقبت عملیات او د مخابراتو او معلوماتو برخې کې معاملې هم شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د دغه جواز له مخې خصوصي سکټور او موسسې د افغانستان له دولتي ادارو په ځانګړي ډول د پوهنې، اوبو او انرژۍ، مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، اقتصاد، کورنیو چارو، کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارتونه، د افغانستان بانک، د افغانستان برښنا شرکت او همدارنګه هغه دولتي شرکتونو او تصدیو ته چې د عوایدو راټولو، صادراتو، لیسنس ورکولو، روغتیایي خدمتونو، بانکې لېږد رالېږ، په افغانستان د اقتصادي او مالي فعالیتونو او خدمتونو او یوشمیر نورو هغو معاملو اجازه ورکوي چې د بشري اړتیاوو لپاره ترسره کیږي معاملې تر سره کړي.
د افغانستان بانک یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالتونو له دې نیک اقدام مننه کوي او د افغانستان د اسعاري زیرمو په اړه د بیا کتنې غوښتنه.