د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رییسانو پلاوي د یوویشتمې کلنۍ غونډې جوړېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۲:۸
د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رییسانو پلاوي د یوویشتمې کلنۍ غونډې جوړېدل

د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک کلنۍ غونډه د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعدې په ۲۲ (۱۴۰۱/۰۳/۳۱) نېټه د دې بانک د غړو په ګډون په انلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجې ادریس) چې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیسانو د پلاوي دوره یي رئیس هم دی ګډون درلود.

غونډه د ایکو بانک د رئیس ښاغلي یلچین یوکسل له خوا پیل شوه او ورپسې ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) خپله پرانیستونکې وینا وکړه او د ایکو بانک د غړي په توګه یې له دغه بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې د ایکو بانک د کړنو ستاینه وکړه او د دغه بانک د مسوولینو له نه ستړي کېدونکو هلو ځلو څخه چی په پایله کې یې شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالره خالصه ګټه یې ترلاسه شوي ده مننه وکړه.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ایکو بانک غړو هیوادونو ته د پورونو د ورکولو او نورو غړو ته د پورونو د تمدید یادونه وکړه او زياته يې کړه چې په مناسبو شرايطو کې به افغانستان هم وکولای شي، چې د دغه بانک د پورونو له اسانتياوو څخه په بېخبنسټیزو او اقتصادي پراختيايي پروژو کې ګټه واخلي.

ورپسې د ایکو بانک عمومي منشي ښاغلي خسرو نظري وینا وکړه او له هغه وروسته د غونډې اجنډا د غونډې د ټولو غړو لخوا تصویب شوه. ورپسې د ایکو بانک د ۲۰۲۱ کال کلنی راپور او مالي راپورونه وړاندې شول چې دواړه د رئیسانو پلاوي د غړو له خوا تصویب شول.

په غونډه کې د خپلواک پلټونکي راپور هم وړاندې شو چې د غړو له خوا تصویب شو او تر هغې وروسته یو شمیر غړو هیوادونو خپلې ویناوې او نظرونه وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې د ایکو بانک لخوا په ۲۰۲۱ کال کې ترلاسه شوي خالصه ګټه د بانک د اساس نامې د ۲۷ مادې پر بنسټ د بانک په پانګه کې ور زیاته او د غړو د تائید وړ وګرځېد. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیسانو د پلاوي دوره یي ریاست د بلې دروې لپاره د آذربایجان هیواد پر غاړه واچول شو.

د یادونې وړ ده چې دا بانک په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري اسانتیاوو د رامنځ ته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدا ډول د ایکو سازمان د مجموعې تر چتر لاندې د غړو هیوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه تأسیس شوی، چې مرکز یې د ترکیې په استانبول ښار کې دی. افغانستان هم په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د دې بانک غړیتوب ترلاسه کړی او د یاد بانک په غونډو کې په منظمه توګه ګډون کوي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو له نړیوالو او سیمه ایزو مالي سازمانونو سره د خپلو اړیکو د تأمینولو او ښه والي په برخه کې فعاله ونډه ولري او د بانکي او مالي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته