د تدارکاتو قانون او کړنلارې په اړه د دوه اوونیز روزنیز ورکشاپ پای

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۳:۴۵
د تدارکاتو قانون او کړنلارې په اړه د دوه اوونیز روزنیز ورکشاپ پای

د ۱۴۴۴ کال د جمادي الثاني ۵ – د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد په مشرۍ د تدارکاتو قانون او کړنلارې روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق لیکونو ورکولو په تړاو د افغانستان بانک عالي شورا په تالار کې محفل جوړ شو. دا ورکشاپ د ۱۴۴۴ کال د جمادی الاول په ۲۰ نېټه پیل او نن پای ته ورسېد.

 په دې محفل کې د تدارکاتو لوی آمر ښاغلي حاجي مولوي فدا محمد فیضان، د بشري سرچینو لوی آمر ښاغلي بشرمل پسرلي، د تدارکاتو آمریت مرستیالانو ښاغلي نجیب الله صافي او احسان الله احسان په ګډون، د بېلابیلو آمریتونو کارکوونکو حضور درلود.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد د دا ډول روزنیزو ورکشاپونو جوړول د کارکوونکو د ظرفیت جوړونې په برخه کې خورا اغېزناک وبلل او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو د کارکوونکو ظرفیت او استعدادونو د ارتقا په موخه بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي ترڅو هغوی په غوره توګه د هیواد خدمت ته نور هم چمتو شي.

ورپسې حاجي مولوي فدا محمد فیضان او ښاغلي بشرمل پسرلي د تدارکاتو قانون او کړنلارې د روزنیز ورکشاپ اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې په دې ورکشاپ کې د تدارکاتو، بشري سرچینو، مالوماتي ټکنالوژۍ، خدماتو، حقوقي مشاوریت او د مالي چارو آمریتونو ۲۵ تنو کارکوونکو ونډه اخیسته وه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

بېرته خبرونه ته