د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۸:۱۷
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ ربیع الاول ۹ مه – د افغانستان بانک غواړي چې په مالي او بانکي برخو کې برېښنایي خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي،  د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کمېټه ټاکل شوې او نن یادې کمېټې د سوداګریزو بانکونو د عملیاتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د برخو له آمرینو سره استماعیه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې چې مشري یې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان کوله د ډیجیټل خدمتونو پر وړاندې د ننګونو، تخنیکي مسائلو د سنجش او لومړیتوبونو د پېژندلو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر وویل، چې د افغانستان بانک په مالي او بانکي برخو کې د برېښنایي برخې پراختیا ته ژمن دی او په همدې موخه یې د دې برخې لپاره ځانګړې کمېټه په دنده ګمارلې ده، ترڅو یاده کمېټه د برېښنایي کېدلو د پراختیا په اړه هر اړخیزې ارزونې وکړي او د هغو په رڼا کې کړنې تر سره کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د ډیجیټل خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي او له دې لارې د هېواد په ټولو برخو کې مالي خدمتونو ته په آسانه او ارزانه ډول د درنو هېوادوالو لاسرسی زیات کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

ګرانو هېوادوالو!

له دې لارې تاسو ته خبر درکول کېږي چې یو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکي اشخاص د واتساپ له بېلابېلو شمېرو څخه په دې پلمه له تاسو څخه د ناپېژاندو اشخاصو بانکي حسابونو ته د پیسو د جمع کولو غوښتنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د مخکینی خبرتیا په تعقیب، ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري او د بیو ثبات او د تبادلې د نرخ. . .

بېرته خبرونه ته