د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۶:۳۷
.

د ۱۴۴۴ کال د صفر المظفر ۱۳ مه – د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د پیسو د لېږد را لېږد (TT) په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بانکونو د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د افغانستان بانک له اړخه ژمنه وکړه چې په یاده برخه کې به د سوداګریزو بانکونو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي وویل د افغانستان بانک ژمن دی چې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پیسو د لېږدونو (TT) په برخه کې تر بل هر وخت ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د سوداګریزو بانکونو له استازو و غوښتل چې د خلکو لپاره پر وخت اړین خدمتونه وړاندې کړي او د دوی لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې د سوداګریزو بانکونو استازو په دې غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو له استازو سره شریک کړل چې په اړه یې د نظرونو تبادله تر سره شوه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته