د پروژې د مسلکي مدیریت درې میاشتنۍ دوره پایته ورسېده

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۵
د پروژې د مسلکي مدیریت درې میاشتنۍ دوره پایته ورسېده

کابل، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۷ مه - د افغانستان بانک په اډانه کې د دې بانک د کارکوونکو لپاره د PMP درې میاشتنۍ روزنېزه دوره پای ته ورسېده.

په دې روزنېزه دوره کې چې د چنګاښ د میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او د وږي میاشتې تر وروستۍ نېټې یې دوام وکړ، د بېلابېلو آمریتونو ۲۰ کارکوونکو ته د پروژې د مسلکي مدیریت (PMP)په اړه زده کړې ورکړل شوې دي.

د دې روزنیزې دورې د تصدیق پاڼو د وېشلو په مهال د افغانستان بانک د بشري سرچینو لوی آمر ښاغلي بشرمل پسرلي د پروژې د مسلکي مدیریت پر ارزښت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره ورته روزنیزې دورې په لاره واچوي.

په ورته وخت کې د معلوماتي تکنالوژي لوی آمر ښاغلي عبیدالله عبیدي چې په یاده روزنیزه دروه کې یې ګډونوالو ته زدکړې ورکړې دي، هیله وښوده چې زده کوونکي به یې په دې برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي او دوی به وکولای شي چې په دې برخه کې له معتبرو نړیوالو مرکزونو د پروژو د مسلکي مدیریت په برخه کې تصدیق پاڼې تر لاسه کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک په تېر کې هم د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره دا او دېته ورته روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي دي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته