د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي اېس اېس یو برېښنایي بانکي سیستم دی چې د بانکونو ترمنځ د پیسو لېږد او تصفیه ورباندې کېږي، او مالي معاملات، عواید او تحویلیانې په خوندي او چټک ډول تر سره کوي.

د بین البانکي سیستم د ۲۴ ساعته فعالېدو سره به د افغانستان اسلامي امارت ټول عواید، د ګمرکونو په شمول نورې تحویلیانې شپه او ورځ په منظم، خوندي او چټک ډول تر سره کېږي، چې له دې لارې به د عوایدو راټولونه آسانه شي، ځنډونه به له منځه ولاړ شي او مالي بهیرونه به لا شفاف او اغېزناک شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یاد سیستم یوازې د رسمي کاري وختونو پر مهال فعال و، چې له امله یې یو شمېر هېوادوال د اړتیا پر مهال له ستونزو سره مخ کېدل؛ خو اوس د افغانستان بانک له لوري د نوې پرېکړې او تخنیکي پراختیاوو په رڼا کې، د ACSS سیستم شپه او ورځ فعال شوی دی، تر څو درانه هېوادوال وکولای شي په هر وخت کې له دې لارې اړین خدمات په اسانه، خوندي او چټک ډول تر لاسه کړي.

د افغانستان بانک د عصري بانکي سیستمونو د پیاوړتیا، د برېښنایي بانکوالۍ د ترویج او د خلکو د باور د لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له درنو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د آسانتیا، خوندیتوب او شفافیت په موخه له رسمي او برېښنایي لارو چارو څخه ګټه واخلي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته