د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره آنلاین غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۸:۵۱
د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره آنلاین غونډه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د یو ویډیو کنفرانس په لړ کې د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره د افغانستان او یاد صندوق پر ګډو اقتصادي پروګرامونو خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د غونډې په پیل کې د پیسو د نړیوال صندوق لوړپوړو چارواکو د نړۍ پر مهمو اقتصادي بدلونونو په ځانګړې توګه  د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د کرونا ویروس پر ویجاړونکو اغېزو، مالي ټیکاو، بې روزګارۍ، چاپیریال ساتنې او نړیوالو مرستو خبرې وکړې.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او د افغانستان پر اقتصادي موضوعګانو، د کرونا د ټولشموله ویروس څخه د تېریدو پر حالت، د پولي سیاست د پلي کولو په ځانکړې توګه د لوی اقتصاد د مقداري موخو پر ټینګوالي او پیاوړتیا او نورو اقتصادي متغیرونو لکه انفلاسیون، د اداینو بیلانس، د هېواد پر اقتصادي وده او اسعاري زېرمو او همدارنګه د هېواد د مالي او بانکي نظام په برخه کې پر جوړښتي سمونونو هر اړخیز بحث وکړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته