مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي د ملي ستراتیژۍ او د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل د خطرونو د ارزونې د ملي پروسې پېژندنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۳ - ۱۴:۱۸
مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي د ملي ستراتیژۍ او د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل د خطرونو د ارزونې د ملي پروسې پېژندنه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي ۱۳ مه– د افغانستان مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي د ملي ستراتيژۍ او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې سندونه د افغانستان بانک او نړیوال بانک په ګډه همکارۍ تر بشپړېدو وروسته د یو خبري کنفرانس په ترڅ له رسنیو سره شریک شول.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر یادونه وکړه چې مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي ملي ستراتيژي یو مهم ملي سند دی چې د پالیسۍ جوړولو په څلورو لومړیتوبونو تمرکز کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه لومړیتوبونو کې مالي خدمتونو ته د اشخاصو، وړوکو، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته لاسرسی، د کرنې د سکتور ملاتړ، د مالي سکتور د حقونو تامینول او د ډیجیټلي خدمتونو پراختیا شامل دي.

دا ستراتیژي مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي په لاره کې د بنسټيزو خنډونو په له منځه وړلو سره رسمي مالي خدمتونو ته د خلکو او تشبثاتو د لاسرسي او کارونې زمینه برابروي چې په بریالیتوب سره پلي کېدل به یې اقتصادي وده پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د نړیوال بانک سرپرستې آغلې هما زهرا فتوحي هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې نړیوال بانک یو باثباته او ټول شموله مالي سیستم ته لاسرسی چې په هغې سره ټول افغانان، په ځانګړې توګه متشبثین په آسانۍ سره مالي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او وکولای شي د بېوزلۍ په کمولو او په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي، ملاتړ کوي.

د نوموړې په خبره مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي د ستراتیژۍ جوړول او تدوین دې موخو ته د رسېدو لپاره یو ښه اقدام ګڼل کېږي چې نړیوال بانک به د دې ستراتیژۍ د پلي کولو په برخه کې د افغانستان بانک څخه دوامداره ملاتړ وکړي.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د شننې مرکز آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي د یادو سندونو په اړه هر اړخیر معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د خطرونو د ارزونې د ملي پروسې موخې په بېلابېلو سکتورونو کې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د خطرونو پېژندنه، درک او ارزونه، په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا د ستراتیژۍ د عملي کولو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول، د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل سره د مبارزې په برخه کې د جامع او عملي پلان رامنځته کېدل او نور شامل دي.

همداراز په دې کنفرانس کې د مالي خدمتونو د پراختیا آمر ښاغلي میراحمد شکیب مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسی په اړه معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې د دې ستراتيژۍ په پلي کېدو سره به تر راتلونکو پنځو کلونو په هېواد کې مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له ۱۵ سلنې څخه ۳۰ سلنې لوړ کړي او د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې به ډېرې نورې آسانتیاوې هم رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي، یو شمېر آمرینو، د سوداګریزو بانکونو مشرانو، په افغانستان کې د نړیوال بانک او رسنیو استازو هم ګډون کړی وو.

باید وویل شي چې د کنفرانس په وروستۍ برخه کې له د افغانستان بانک سره د نړیوال بانک د هر اړخیزو همکاریو په پار د افغانستان بانک له لوري د یاد بانک استازو ته مننلیکونه هم ورکړل شول.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته