هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونې کڅوړې را رسېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۷:۲۸
هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونې کڅوړې را رسېدل

۱۴۴۳ ذوالقعده ۳۰ - افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غواړي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د افغانستان بانک مشرتابه پر دې باور دی چې د نړیوالې ټولنې لخوا د بانکي سکتور له لارې د مرستو تر سره کول کولای شي د مرستو د وېش په برخه کې روڼتیا رامنځته کړي او خلکو ته دا مرستې په خورا آسانه او ښه ډول ورسېږي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته