پر منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د نوي سیستم په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ

د افغانستان بانک پر منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت سیستم(CR SYSTEM) چې مخکې د تخنیکي ستونزو له امله له کاره لویدلی وو، د افغانستان بانک دننه د غوره معیارونو او اغېزمنتیا سره پرته له کوم اضافي مصرف څخه چمتو شوی دی.
د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمریت په ۱۸/۰۶/۱۴۴۴ نېټه د سوداګریزو بانکونو او کوچنیو مالي موسساتو ۲۵ تنو کارکوونکو ته د سیستم څخه د عملي استفادې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.
پدې ورکشاپ کې له ګډونوالو سره د رهني حقونو د ثبت نوی سیستم د جوړښت، خوندیتوب، او د سیستم څخه په عملي ډول ګټه اخیستنې په اړه بشپړ معلومات شریک شول.