په هېواد کې د اداینې د سیستمونو عصري کول د اداینې د معاملو طی مراحل اسانوي او چټکتیا وربخښي

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۲:۳۶
په هېواد کې د اداینې د سیستمونو عصري کول د اداینې د معاملو طی مراحل اسانوي او چټکتیا وربخښي

لکه څرنګه چې ټول هېوادوال په جریان کې دي، د افغانستان بانک د اداینو د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د بانکونو ترمنځ د اداینو نوی سیستم چې د نړیوالو منل شویو معیارونو لرونکی دی، د اړوندو ادارو په همکارۍ د روان کال د مرغومي په لومړۍ نېټه په بریالیتوب سره پلی کړ.

د هېواد سوداګریز بانکونه د افغانستان د بانکونو ترمنځ د اداینو له نوي سیستم سره نښلول شوي او اوس مهال له نیکه مرغه د افغانستان د بانکونو ترمنځ په منځني ډول د ورځې (۴۳۲) معاملې د نوي سیستم له لارې په اتوماتیک او په بشپړه توګه بریښنایي بڼه او د کارکوونکي له لاسوهنې پرته په خپل کاره توګه اجراء کیږي.

همدا ډول، د دولت د عوایدو او د افغانستان د ګمرکي محصولاتو راټولول هم په بریښنايي توګه او د سندونو له فزیکي طی مراحلو پرته د نوي سیستم له لارې ترسره کیږي چې تر اوسه پورې په ورځني توګه (۱۱۳) معاملې په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.

د یاد سیستم پلي کول اوس مهال له مرکز نه پیل شوي او د تدریجې پلان پر بنسټ په ټول افغانستان کې د بانکونو نږدې ټولې نماینده ګۍ د دې سیستم تر پوښښ لاندې راغلي او د دولت د عوایدو او ګمرکي محصولاتو د راټولولو معاملې به د جغرافیایي موقعیت په پام کې نیولو پرته له هر ځای څخه د دې سیستم له لارې ترسره شي. په پام کې ده چې اوسنی بریښنایي سیستم د وخت په تیریدو سره د اداینو د مخکني سنتي سیستم ځای ونیسي.

د افغانستان بانک د هېواد د اداینو د معیاري کولو لپاره ژمن دی او له همدې امله یې تل هڅه کړې څو د سیستمونو په میکانیزه کولو سره په اداینو کې اسانتیا رامنځته او د ورکړو د بریښنایي کولو بهیر ته چټکتیا ورکړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته