د بانکي نظام د تینګښت په اړه ډاډ

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۹ - ۹:۲۶
د بانکي نظام د تینګښت په اړه ډاډ

د افغانستان بانک د هېواد د بانکي نظام د څارونکي او مقرراتي ادارې په توګه یو ځل بیا ګرانو  هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې بانکي نظام دوباره د ښه والي په لور روان دی او ډېر ژر به یې ټولې کړنې په عادي توګه پیل شي.

د نظام بدلون په ټولو هېوادونو کې یو اصل دی او بې له شکه د یو نظام په راتلو سره ناوړه ګټه اخیستونکي او مغرضه اشخاص د ستونزو د رامنځته کولو په هڅه کې وي. د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی خپله ټوله هڅه کوي څو د بانکي نظام پر وړاندې شته ستونزې حل او ګرانو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

له همدې امله د خپلو ګرانو هېوادوالو له حوصلې او همکاریو څخه مننه کوو او ډاډ ورکوو چې بانکې نظام به د پخوا په پرتله د ښه ظرفیت په درلودلو سره په فعالیت پیل کوي او ټولې بانکي کړنې به په عادي توګه جریان پیدا کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته