د بشري مرستو په لړۍ کې یوه بله ۳۲ میلیوني کڅوړه افغانستان ته را ورسېده
۱۴۰۰د سلواغې ۵ مه- افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرستې بله کڅوړه هېواد ته را ورسېده.
د افغانستان بانک هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هر کلی او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي. همدارنګه باید یادونه وشي، هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، د افغانستان بانک یې ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
