د لویدیځ زون د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره روزنیز او د پوهاوي پروګرام

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۰:۴۱
د لویدیځ زون د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره روزنیز او د پوهاوي پروګرام

هرات، ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۶ مه- د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې لوی آمریت لخوا په لویدیځ زون کې "د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم د مقررې د روزنې او د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکتونو ته د صرافیو او انفرادي پولي خدمتونو د حقوقي جوړښت د بدلون په اړه د پوهاوۍ " تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام جوړ شو.

دا پروګرام د افغانستان بانک د لویدیځ زون د آمر ښاغلي انور شاه یوسفي لخوا پرانېستل شو چې نوموړي د دې پروګرام د موخو او ارزښت په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د صرافانو او پولي خدمتونو د څارنې لوی مدیر ښاغلي شاه پور میاخیل د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې د موخو، مسؤولیتونو، مکلفیتونو او مجازو او منع شویو کړنو په تړاو ګډون کوونکو ته اړین توضیحات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مالي نظام د خوندیتوب، ټیکاو او ښه والي په موخه تل هڅه کړې څو د ټولو مالي معاملو څارنه وکړي او چا ته د دې اجازه ورنکړي چې له وړاندې شویو فرصتونه څخه د پیسو وینځلو په موخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي میاخیل ټينګار وکړ چې د افغانستان بانک هر کال د قوانینو او مقرراتو د رعایتولو او ښه پلي کولو په برخه کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو په موخه په ټول هېواد کې بېلابېل او ګڼ شمېر پروګرامونه جوړ کړې دي او دا پروسه به دوام ولري.

 وروسته د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د جواز ورکونې مدیر د صرافیو او د انفرادي پولي خدمتونو د جوړښت د بدلون په تړاو خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د صرافیو او د پولي خدمتونو د شرکتونو کړنې په معیارونو برابرې دي.

نوموړي د صرافیو او مالي خدمتونو شرکتونو د ګټورتیاوو په توضیح کولو سره ټول صرافان او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکي وهڅول څو د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکت جواز واخلي.

همدا ډول، د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د مدیریت مرستیال ښاغلی محمد الیاس ظاهر د اړوندو قوانینو او مقررو په رڼا کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د مسؤولیتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د صرافانو د ستونزو د حل په تړاو توضیحات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې، د هرات د صرافانو د ټولنې رئیس د دې ډول پروګرامونو جوړول ګټور وګڼل او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د ډیرو مرستو غوښتنه وکړه. ورپسې د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د ګمارل شوي پلاوي لخوا د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو وړاندیزونه او نظرونه واوریدل شول او د هغوی پوښتنو ته مناسب ځوابونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې په دې پروګرام کې د یاد ولایت شاوخوا ۵۰۰ تنو د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو، صرافانو، د سوداګریزو بانکونو د نمایندګیو مدیرانو، د سوداګرۍ خونې، د امنیې قومندانۍ، ملي امنیت او د ولایت د مقام  استازو ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر