افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر دوام د بلې کڅوړې را رسېدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۲:۱۰
افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر دوام د بلې کڅوړې را رسېدل

۱۴۰۱وری ۱۸ مه – له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو پر دوام نن یو ځل بیا د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه  کابل ته را ورسېده چې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو هر کلی کوي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د بانکي سکتور له لارې د دې ډول مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کولای شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم دې برخې ته پاملرنه وکړي او له افغانستان سره به د بانکي اړیکو د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته