د افغانستان بانک د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه ترسره کړه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۱۲:۴۳
د افغانستان بانک د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه ترسره کړه

۱۴۰۱ د وري ۷- د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د بانک د عالي شورا د غونډو په تالار کې غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې په اوږد کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د زمینو د برابرولو او د بانکونو د لا همغږۍ په تړاو د خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي څو بانکونو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، څو هېوادوال وکولای شي په ټول هېواد کې د بانکي خدمتونو له اسانتیاوو څخه له پخوا ډېره ګټه پورته کړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د بانکونو د ټولنې او سوداګریزو بانکونو له همغږۍ څخه د ستاینې ترڅنګ له هغوی وغوښتل څو د قوانینو او مقررو په رڼا کې مشتریانو ته د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ اسانتیاوې چمتو کړي.

ورپسې، د افغانستان د بانکونو د ټولنې مسئولینو او د سوداګریزو بانکونو استازو په خپل وار په بېلابېلو برخو لکه د پورونو پر وضعیت او د بانکونو پر شتمنیو او مدیریت باندې خبرې وکړې او خپلې ستونزې، لید لوري او نظرونه یې د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي سره شریک کړل چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال لخوا ورسره ژمنه وشوه چې د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې به مو ستونزو ته رسیدنه وشي.  

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته