د افغانستان بانک لومړي مرستیال د کابل ښار د صرافانو د ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۷ - ۱۷:۵۲
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د کابل ښار د صرافانو د ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه  

۱۳۹۷ کال، د کب ۴ مه -  د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د صرافانو د غوښتنو او همدا ډول د صرافانو له خوا د افغانستان بانک ته د راپور ورکونې د بهیر په اړه له صرافانو سره ولیدل. د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د پیسو وینځلو د قانون پر بنسټ صرافانو ته لازمې لار ښوونې وکړې او ټینګار وکړ چې د صرافانو له کړنو څخه د ترهګرۍ د تمویل او تورو پیسو د وینځلو په اړه ګټه پورته نشي. ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې ټولې مالي معاملې له خوندیتوب څخه برخمنې وي او هیڅ ډول معامله هم د تورو پیسو د سپینولو لامل ونه ګرځي، ځکه صرافان د افغانستان مالي او پولي نظام د پیاوړتیا او پرمختګونو لپاره لارې چارې هواروي او د افغانستان بانک یې هم له قانوني کړنو څخه ملاتړ کوي. په دې پروګرام کې د صرافانو د ټولنې استازو هم خپلې وړاندیزونه وړاندې کړل او د راپور ورکونې بهیر د لا آسانتیا غوښتنه وکړه، څو صرافان هم په آسانه توګه وکولای شي خپلې مالي معاملې ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ځینو آمرینو په ګډون ګڼ شمېر کابل ښار صرافانو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته