د افغانستان بانک لومړي مرستیال په فراه ولایت کې د افغانستان بانک نمایندګۍ څخه لېدنه وکړه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۵۳
د افغانستان بانک لومړي مرستیال په فراه ولایت کې د افغانستان بانک نمایندګۍ څخه لېدنه وکړه

۱۴۴۵ کال د ربیع الثاني ۱۷ – د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي نوراحمد آغا چې د یو پلاوي په مشرۍ لوېدیځ زون ته په سفر تللی دی، د خپل سفر په لړ کې یې نن د افغانستان بانک د فراه ولایت نمایندګۍ له کارکوونکو سره لېده کاته وکړل او هغوی ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي نوراحمد آغا له ټولو کارکوونکو وغوښتل څو خلکو او سوداګرو ته معیاري بانکي آسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي او د هېواد د وضعیت په ښه والي کې خپله ونډه ترسره کړي. هغه د خپلو خبرو په لړ کې په خلکو غږ وکړ ترڅو په خپلو ټولو راکړو ورکړو کې د افغانۍ کارولو ترڅنګ د هغې سمې ساتنې ته هم پاملرنه وکړي تر څو د ژر زړېدا مخه یې ونیول شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته