د افغانستان بانک لومړی مرستیال په سوېل لوېدیځ زون کې د ولایتي سفرونو په لړ کې ارزګان ولایت ته ولاړ

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۲:۱۹
د افغانستان بانک لومړی مرستیال په سوېل لوېدیځ زون کې د ولایتي سفرونو په لړ کې ارزګان ولایت ته ولاړ

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د ۱۴۴۵ د ربیع الثاني په ۲۳ نېټه ارزګان ولایت ته ولاړ او د دې ولایت له والي ښاغلي مولوي احمد علي جان او نورو ولایتي چارواکو سره ولیدل. د افغانستان بانک لومړي مرستیال د دې لیدنې په اوږدو کې د افغانۍ په دودولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ارزګان د ولایتي چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په بله برخه کې په سمه توګه د افغانۍ ساتنې ته پاملرنه او د بانکنوټونو د ژر زړېدو مخنیوی د هر افغان ملي دنده وبلله او له خلکو یې وغوښتل څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

ورپسې د ارزګان والي ښاغلي مولوي احمد علي جان د افغانۍ د دودولو او په کورنیو معاملو کې د اسعارو کارولو د مخنیوي په برخه کې د دې ولایت د چمتووالي په تړاو معلومات ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې پروسې د عملي کولو لپاره به هېڅ ډول هڅه او هاند ونه سپموي.

ښاغلي نور احمد آغا د دې سفر په لړ کې د افغانستان بانک د ارزګان ولایت له نمایندګۍ څخه د لېدنې ترڅنګ په دې ولایت کې د یاد بانک له همکارانو سره ولیدل او د چارو د ښه والي او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې د یادې نمایندګۍ همکارانو ته اړینې اصلاحي سپارښتنې وکړې. همدا ډول هغه د خزانې په ګډون د دې نمایندګۍ له بېلابېلو شعبو څخه لیدنه وکړه او خلکو او سوداګرو ته یې د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر پر آسانه کولو ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

۱۴۴۷ محرم الحرام ۲ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره ولیدل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته