د افغانستان بانک مشرتابه د وړتیا اصل او د مسلکي ظرفیتونو ساتنې ته ژمن دی

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۱۲:۱۵
د افغانستان بانک مشرتابه د وړتیا اصل او د مسلکي ظرفیتونو ساتنې ته ژمن دی

د افغانستان بانک د ساحوي زونونو یو شمېر کارکوونکي چې وروستیو اصلاحاتو ته په پام سره له دې وړاندې د انتظار په معاش حالت کې راغلي وو. د افغانستان بانک اداري اصولو او هغه ژمنتیا ته چې د خپلو مسلکي ظرفیتونو د ساتنې لپاره یې لري، د یادو کسانو د دقیق نوملړ تر جوړولو وروسته له دوی سره مرکې تر سره شوې او د دوی لوړو زده‌کړو، کاري تجربې او مهارتونو ته په پام سره په تشو بستونو کې په دندو وګمارل شول.

له همدې امله، د افغانستان بانک ډېری تش بستونه پوره شوي او په چارو کې د ځنډ د رامنځته کېدو مخنیوی شوی دی چې په پایله کې یې د کدرونو د منفکۍ، مسلکي کدرونو او شته وړتیاوو د بې ځایه کېدو مخه ډب شوې او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا پیاوړتیا او پرمختګ بشپړه هڅه شوې ده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته