د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په کابل کې د  ایـټالیا سفارت له استازو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۳:۲۱
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په کابل کې د  ایـټالیا سفارت له استازو سره وکتل

د ۱۳۹۸ کال د وری ۲۰ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په کابل کې د ایټالیا سفارت د مرستیال سره د اقتصادي ودې، بانکدارۍ سکتور د پرمختګ او بانکدارۍ نظام د وضعیت په اړه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سر پرست رئیس ښاغلي واحدالله نوشیر په هېواد کې د افغانستان بانک او بانکي نظام د یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنو او کړنو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان بانک د اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي چې مالي آسانتیاوو ته لاسرسي سره خلک وکولای شي  وړو او منځنیو سوداګریو په رامنځته کولو سره د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې خپل سهم ادا کړي.

په کابل کې د ایټالیا سفارت استازو هم له د افغانستان بانک سره د دوه اړخیزو همکاریو لپاره چمتوالی وښود او  د افغانستان د اقتصادي او مالي نظام د لا پرمختګ لپاره یې پر کړو ژمنو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست سربېره، په کابل کې د ایټالیا سفارت مرستیال، د ایټالیا سفارت لومړي سکرتر، د افغانستان بانک د مالي چارو څخه د څارنې لوی آمر او د پولي سیاست لوی آمریت مرستیال ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته