د اقتصادي وضعیت، بانکي چارو د همغږۍ او همکارۍ په اړه غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۵:۵۷
د اقتصادي وضعیت، بانکي چارو د همغږۍ او همکارۍ په اړه غونډه

د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول ۲۷ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس پر مشرۍ په افغانستان کې د هند هېواد د تخنیکي ماموریت له مشر ښاغلي بهارت کُمار سره د اقتصادي وضعیت، بانکي چارو د همغږۍ او همکارۍ غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او دواړو لورو د بانکي سکتور په برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې ولري او په بانکي برخه کې په ملي او نړیواله کچه اسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د دواړو هېوادونو تر منځ په بانکي برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې په تخنیکي برخو کې همکارۍ کولای شي د بانکي سکتور په برخه کې ګټورې ثابتې شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته