د بانکي سیسټم له لارې د بشري مرستو د لیږلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له پرېکړې هر کلی

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۴
د بانکي سیسټم له لارې د بشري مرستو د لیږلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له پرېکړې هر کلی

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۴ مه - د امریکا د خزانې وزارت په دې وروستیو کې نړیوالو بانکونو ته د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو د لېږلو اجازه ورکړه، چې له مخې یې نړیوال بانکونه کولای شي په افغانستان کې له خصوصي او دولتي بانکونو سره د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره غوره اړیکې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د صادر شوي لارښود پر بنسټ، نړیوالې مرستندویه موسسې کولای شي چې له کومې اندیښنې پرته د افغانستان د پوهنې، روغتیا او نورو ټولګټو برخو کې مرستې وکړي.

د افغانستان بانک د امریکاد متحده ایالتونو د دغه اقدام ستاینه کوي او په ورته وخت کې د خصوصي سکتور لپاره د بانکي اړیکو د تنظیم او اسانتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته