د غیر بانکي سکتور د انسجام او تنظیم لپاره هلې ځلې دوام لري

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۰:۳۱
د غیر بانکي سکتور د انسجام او تنظیم لپاره هلې ځلې دوام لري

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د یووالي شورا له مشرتابه غړو سره د لیدنو په لړ کې دا ځل د یادې شورا د مشرتابه له یو غړي سره ولیدل او د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په پیل کې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو او د غیر بانکي سکتور د چارو د انسجام او تنظیم په اړه د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د یووالي شورا مشرتابه غړي خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک له مشرتابه مننه وکړه.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د ښه‌والي او پرمختګ لپاره ژمن دی او تل هڅه کوي چې د غیر بانکي سکتور د ودې لپاره سالمې او معقولې لارې چارې برابرې کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته