د هېواد د رسنیو استازو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي سیاستونو په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۳۸
د هېواد د رسنیو استازو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي سیاستونو په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۱۷ مه – د افغانستان بانک د هېوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې د رسنیو رغنده رول ته په کتو سره، تل هڅه کړې څو د هېواد له رسنیو سره خپله اغیزناکه اړیکه وساتي او د دوی له لارې د کره، پر وخت او اغیزناکه خبر رسونې لپاره اقدام وکړي. له همدې امله یې د هېواد د رسنیو یو شمېر استازو ته د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي سیاستونو د پېژندنې په تړاو د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

په دې ورکشاپ کې، د دوو کلونو په اوږدو کې د هېواد د پولي سیاستونو د طرحه، پلي کول او اجراء کول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د اداینیزو سیستمونو د پرمختیا او د سوداګرۍ د چارو د روڼتیا او چټکتیا، د بانکي سکتور د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو لپاره د معیاري بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي لپاره د طرحه شوو اغیزناکو پروګرامونو په برخه کې د هغه په اغېزناکتیا بحث وشو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د کره (دقیقې) خبر رسونې په برخه کې د رسنیو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د روڼتیا او حساب ورکونې د تأمینولو او ټولنیز عدالت ک په برخه کې د هغوی رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې "روڼتیا او حساب ورکونه د افغانستان بانک له بنسټیزو ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. ښاغلي بدري وویل چې معلوماتو ته لارسي د خلکو حق دی او هغه مهال دا کار عملي کیږي چې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ اغېزناکه همکاري موجوده وي. "

ښاغلي بدري د دې ورکشاپ جوړول له رسنیو سره د اغیزناکه اړیکو ټینګولو ته د افغانستان بانک ژمنتیا او د کره شمېرو او ارقامو خپرول او وړاندې کول د افغانستان بانک کړنې او لاسته راوړنې یادې کړې او زیاته یې کړه چې رسنۍ د دوو کلونو په اوږدو کې خلکو ته د خبر رسونې په برخه کې زموږ ښه همکار پاتی شوی او هیله من یم چې دا همکاري دوام ومومي. 

ورپسې د پولي سیاست، اسلامي بانکوالۍ، د بانکونو څارنې او د اداینې سیستم لویو آمریتونو د پریزنټیشنونو په اډانه کې ګډونوالو ته ګټور او ارزښتناکه معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د بحث او نظرونو د شریکولو زمینه برابره شوه.

په پای کې، د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې شول او د ورکشاپ ګډون کوونکو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره یاده غونډه پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته