په لویدیځ زون کې د بانکي سکتور د فعالیتونو د ښه والي او د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو لپاره د دولتي ادارو د همکاریو راجلبولو په موخه د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۶:۲۵
په لویدیځ زون کې د بانکي سکتور د فعالیتونو د ښه والي او د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو لپاره د دولتي ادارو د همکاریو راجلبولو په موخه د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

 ۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۵- د افغانستان بانک د هڅو په دوام د بانکوالۍ سکتور د پیاوړتیا او د غیر بانکي مالي سکتور د فعالیتونو میکانیزه کولو لپاره دا ځل په لویدیځ زون (هرات ولایت) کې د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د هرات، غور او بادغیس ولایتونو محترمو والیانو، سوداګرو، سیمه ییزو مخورو، د سوداګریزو بانکونو استازو او صرافانو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د پولي سیاستونو د اغیزناک تطبیق، د انفلاسیون کنترول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو، د افغاني بانکنوټونو د چاپولو او ویشلو بهیر او نوو بانکنوټونو ته د خلکو د لاسرسي د څرنګوالي په برخو کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خالد د خپلو خبرو په یوه برخه کې د بانکي سکتور د وضعیت په ښه والي کې د خلکو پر رول رڼا واچوله او د دولتي ادارو او خلکو ترمنځ یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

ښاغلي صدیق الله خالد په کورنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ د ترویج او په سمه توګه د افغانۍ ساتلو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

ورپسې، ښاغلي شیخ الحدیث نورالدین احمد اسلامجار په لویدیځ زون کې د دې ورکشاپ د جوړیدو ستاینه وکړه او اسلامي بانکوالۍ یې د هیواد یوه ستره اړتیا وبلله او په لویدیځه حوزه کې یې د دې سکتور د ودې او پراختیا له بهیر څخه د خپل ملاتړ د اعلانولو ترڅنګ د افغانستان بانک څخه وغوښتل ترڅو په دې برخه کې د پوهاوی کچه زیاته کړي.

د هرات محترم والي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې په هېواد کې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګوالو د امنيت د تامینولو په اړه خبر ورکړ او له هغوى يې وغوښتل چې په آرام فکر په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د دغه ورکشاپ په اوږدو کې د غونډې له ګډونوالو سره د بانکوالۍ سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو میکانیزه کولو په برخه کې د افغانستان بانک د مهمو لاسته راوړنو په اړه ګټور معلومات وړاندې شول. همداراز، د بېلا بېلو ولایتي ادارو او خلکو ترمنځ د همکارۍ د کچې په هکله بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

په پای کې د ګډونوالو تر منځ د آزاد بحث لپاره زمینه برابره شوه او د ملي پروسو، په ځانګړې توګه د افغانۍ د ترویج له بهیر څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ، د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره خلکو ته د آسانتیاوو چمتو کولو په پار د معقولو مالي او بانکي طرحو په تړاو خبرې اترې وشوې او یو له بل سره یې نظرونه شریک کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته