د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په ځانګړو ګروپونو کې د برخې اخیستلو  بلنې شریکوي، او په پای کې ستاسې پیسې غلا کوي.

د افغانستان بانک د آنلاین صرافیو او اپلیکیشنونو د کارونې د هر ډول فعالیت د منع کیدو د مخکنیو خبرتیاوو په تعقیب چې تاسې ته ستاسو د پیسو په بدل کې د زیاتې ګټې وعده درکوي، یو ځل بیا خپلو ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکوي چې د دې ډول غولوونکو اپلیکیشنونو او آنلاین صرافیو فعالیت منع او غیر قانوني دی.

دا چې د افغانستان بانک د دې ډول فعالیتونو هیڅ جواز نه دی صادر کړی، نو په همدې بنسټ د ګرانو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د دې ډول فعالیتونو د خطرونو، خسارو او مسوولیتونو په پام کې نیولو سره، د دې ډول مغرضو اشخاصو په خبرو ونه غولیږي، او د دې ډول اشخاصو او د ټولنیزو شبکو د ګروپونو د لیدلو په صورت کې د هغوی پته عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

په ورته وخت کې موضوع د کشفي او امنیتي ادارو سره هم شریکه شوې ده. د حقیقي او حقوقي اشخاصو، چې په دې ډول غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کوي، د نیولو په صورت کې به ورسره قانوني چلند ترسره شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته