د مالیې وزارت د بیمې د چارو کارکوونکو لپاره د افغانستان بانک د روزنیز پروګرام دویم پړاو پای ته ورسېد

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۲:۳۶
د مالیې وزارت د بیمې د چارو کارکوونکو لپاره د افغانستان بانک د روزنیز پروګرام دویم پړاو پای ته ورسېد

کابل، ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۰ – د مالیې وزارت د بیمې چارو د ریاست کارکوونکو لپاره د روزنیز پروګرام دویم پړاو چې د افغانستان بانک لخوا د مالي چارو د څارنې، د مالي سکتور د مستهلکینو د حقونو د تأمینولو، مالي خطرونو او د مالي شخړو د هوارولو په برخو کې جوړ شوی ؤ، پای ته ورسېد.

د روزنیز پروګرام په پای کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د روزنیزو پروګرامونو د ارزښت په اړه د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ په بیلابیلو برخو کې همکاري شتون لري چې یو یې د څارنې، د مالي سکتور د مستهلکینو د حقونو د تأمینولو، مالي خطراتو او د مالي شخړو د هوارولو په برخو کې د مالیې وزارت د بیمې چارو د ریاست د کارکوونکو روزل دي.

ښاغلي رحیمي د دې پروګرام له ګډون کوونکو څخه وغوښتل هغه څه چې یې د دې روزنیز پروګرام له لارې زده کړي دي، د هېواد د بیمې سکتور د لا ښه والي لپاره وکاروي.

د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې مخکې د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا د لوی آمریت او د مالیې وزارت د بیمو چارو د لوی ریاست ترمنځ شوی ؤ، د کال له پیل څخه تر اوسه پورې د افغانستان بانک د بیلابیلو شعبو د کارکوونکو لخوا په دوو پړاوونو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د دې پروګرام په پای کې د مالیې وزارت د بیمو چارو د لوی ریاست ۲۴ تنو کارکوونکو ته تصدیق لیکونه وویشل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته