د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۲:۵۳
د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هېوادوالو!

تاسې کولای شئ څو خپل زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو په ټولو نمایندګیو او ښاري څانګو کې له کوم فیس او کمېشن پرته بدلې او یا په خپلو اړوندو حسابونو کې تحویل کړئ.

په ورته وخت کې، د هېواد ټول بانکونه مسؤولیت لري څو د زړو بانکنوټونو له بدلولو سربېره هغه په ټولو تحویلیو کې ومني او په دې پروسه کې ونډه واخلي.

د شکایتونو په صورت کې، زمونږ هېوادوال کولای شي له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسي څو ستونزې ته یې لازمه رسیدنه وشي.

۰۲۰۲۱۰۲۲۰۷/۰۲۰۲۱۰۰۲۹۷/۰۲۰۲۱۰۲۲۱۱/۰۲۰۲۱۰۲۹۳۸

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته