د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره آنلاین غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۳:۱۹
د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره آنلاین غونډه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۴ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د پیسو د نړیوال صندوق سره د افغانستان د ګډو اقتصادي پروګرامونو د ارزونې په اړه د مخکنیو لیدنو او خبرو اترو په سلسله کې چې د پلان پر بنسټ جوړ شوي وو، نن د یو ویډیو کنفرانس له لارې د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره د پولي سیاست د تطبیق او مالي سکتور  په برخه کې د سمونونو وروستۍ لاسته راوړنې شریکې کړې.

په پیل کې د پیسو د نړیوال صندوق چارواکو د نړۍ پر مهمو اقتصادي بدلونونو په ځانګړي ډول د نړۍ پر اقتصادي وضعیت د  کرونا ویروس د خپرېدو  پر ویجاړوونکي اغیز خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو او روان سیاسي او خراب امنیتي وضعیت سربېره په یاده برخه کې له کړنو ستاینه وکړه او لاسته راوړنې یې د قناعت وړ وبللې.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او د افغانستان پر اقتصادي موضوعګانو، د کرونا د ټولشموله ویروسڅخه د تېریدو پر حالت، د پولي سیاست د پلي کولو په ځانکړې توګه د لوی اقتصاد د مقداري موخو پر ټینګوالي او پیاوړتیا او نورو اقتصادي متغیرونو لکه انفلاسیون، د اداینو بیلانس، د هېواد پر اقتصادي وده او اسعاري زېرمو او همدارنګه د هېواد د مالي او بانکي نظام په برخه کې پر جوړښتي سمونونو هر اړخیز بحث وکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته