د افغانستان بانک د بانکي سکتور ټینګښت ته ژمن دی

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۲:۱۰
د افغانستان بانک د بانکي سکتور ټینګښت ته ژمن دی

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۸ مه – د افغانستان بانک د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو پر دوام په هرات، کندهار، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د دې ولایتونو له چارواکو، سوداګریزو بانکونو له استازو، اصنافو، سوداګرو او قومي مشرانو سره د بانکي نظام د پیاوړتیا او پر دې نظام د باور جوړونې په موخه جلا جلا غونډې جوړې کړې.

په یادو غونډو کې د بانکي نظام او په اقتصادي وده کې د دې سکتور د ارزښت په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او د غونډې له ګډونوالو وغوښتل شول، تر څو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له بانکي نظام ملاتړ وکړي. د غونډې ګډونوالو د هېواد له مالي او بانکي چارو د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مالي او بانکي سیستم پیاوړتیا او ثبات د افغانستان بانک له ملي او نړیوالو شریکانو سره د ژمنو یوه برخه ده چې پدې برخه کې زمونږ هلې ځلې دوام لري او دا لړۍ به د هېواد نورو ولایتونو ته هم و غځېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته